معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بامیانو کې اته روغتیايي مرکزونو ته پراختیا ورکول کېږي

بامیانو کې اته روغتیايي مرکزونو ته پراختیا ورکول کېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بې سرحده ډاکټرانو ټولنه د بامیانو په دریو ولسوالیو کې په اته روغتیايي مرکزونو کې درې_درې نوې خونې جوړوي.
د خبر پر بنسټ په بامیانو کې د بې سرحده ډاکټرانو ادارې نوې مسوولې کریسټیل د دغه ولایت له والي سره کتنه کې ویلي، چې د خلکو روغتيايي اړتياوو او د دغو روغتيايي مرکزونو د څانګو د کمښت پر بنسټ، د سيغان، شيبر او لومړي نمبر يکاولنګ ولسواليو په روغتیايي مرکزونو کې د یو لک امریکايي ډالرو په لګښت په هر مرکز کې درې_درې نوې خونې جوړوي
د کریسټیل په وینا، دا څانګې به په دریو اونیو کې د فعالیت لپاره چمتو شي.
ورته مهال د باميانو والي په دې کتنه کې ویلي، چې دوى هڅه کوي د دغه ولايت په کچه د بنسټونو د بشردوستانه فعاليتونو په باب هېڅ ډول اندېښنه رامنځته نه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس