د ګهیځ مهالنۍ مجلې څلورمه پرله پسې ګڼه له چاپ نه راووته. د ګهیځ مهالنۍ مجلې ددې ګڼې لیکنې تر ډېره بریده د نوم وتی ژورنالیست، لیکوال او سیاسی چارو کار پوه شهید احمد وحید مژده یادونې او د هغه په اړه خاطراتو او لیکنو ته ځانګړې شوې خو تر څنګ یې ګڼې نورې مسلکی او تخصصی لیکنې هم لری او د ګهیځ ټولنې د کړنو او فعالیتونو راپورونه هم پکې نغښتی دی.
د ګهیځ مهالنۍ مجلې څلورمه ګڼه د هېواد د ژورنالیزم او خبریالۍ ډګر د یوه سابقه دار سر تېری او د افغانستان د ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق مشر محمد آصف وردګ، په مالی مرسته چاپ شوې ده چې دلته به د هغه څخه د کور ودانۍ او مننې نه یادول، بې انصافی وی.
د ګهیځ مهالنۍ مجلې څلورمه ګڼه، اوس د ګهیځ ټولنې په مرکزی دفتر سر بېره، د کابل ښار په لویو کتاب او اخبار تپلورنځیو کې تر لاسه کولای شﺉ.
د ضرورت لپاره اړیکې شمېره: ۰۷۴۷۹۹۹۳۸۶
گهیځ