د ګهیځ خبره
په نننۍ نړۍ کې د ټکنالوژۍ له پرمختګ سره جوخت، رسنیو او د بیان آزادۍ هم وده کړې او هغه د چا خبره نن حتی په ډېرو وروسته پاتې هېوادو کې هم د هر چا په لاس کې د یوه ځیرک ټلیفون له لارې یوه رسنۍ ده او دا بیا د هماغه کس په وړتیا، اخلاقو او ژمنتیا پورې تړاو لری چې څه ډول استفاده ترې کوی؟ مثبته او د ټولنې د وګړو د اړتیاوو او ضرورتونو د پوره کولو په موخه، که نه منفی، د پروپاګنډ د یوې وسیلې په توګه او د نورو د ځورولو او په عذابولو لپاره.
په تېرو کمو او زیاتو دوو لسیزو کې افغانستان هم د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه ؤ چې دلته یې د رسنیو او بیان د آزادۍ په تړاو ګامونه پورته کړی او شاید که په انډولیزه بڼه ووایو د نړۍ تر ګڼو نورو هېوادو به د بیان او رسنیو د آزادۍ کچه دلته ښه وی.
ددې تر څنګ اطلاعاتو ته د لاسرسۍ حق هم چې په ټوله نړۍ کې د انسانانو یو له بشری او فطری حقونو څخه شمېرل کېږی، د نورې نړۍ په څېر دلته په افغانستان کې هم تأمین دی او د افغانستان هر وګړی کولای شی دغه حق ته لاسرسی ولری او ترې نه ګټه پورته کړی.
طبیعی ده چې رسنۍ به د افغانستان په ګډون د نړۍ په هر هېواد کې وګړو ته د هغوی د غوښتنې مطابق، اطلاعات او خبرونه وړاندی کوی او که چېرې حکومتی او نا حکومتی بنسټونه اطلاعاتو ته د لاسرسی په لار کې خنډ او ستونزې جوړوی، نو رسنۍ دی چې باید د ولس او چارواکو تر منځ د منځګړی ځواک په توګه خپل رول ادا کړی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره ویاړی چې نن د خپل رسنیز رسالت د ادا کولو پر لور یو بل ګام پورته کوی او دادی د ګهیځ مهالنۍ مجلې درېیمه ګڼه د ګرانو هېواد والو او خپلو هم مسلکانو په مخ کې ږدی.
د تېر په څېر به دا ځل هم زمونږ مهالنۍ مجله د ګهیځ ټولنې د کار او فعالیت پر انځورولو سر بېره یو لړ مسلکی او د ژورنالیزم او رسنیز کار د ډګر روزنیزې لیکنې لری او هڅه مو همدا ده چې د ګهیځ مهالنۍ د خپلو هم مسلکه وروڼو او خویندو لپاره د ژورنالیزم او لیکوالۍ د ډګر د تکړه، ژمنو او کره استاذانو او روزونکو په مرسته د دې برخې د یوه مسلکی او رونیز کتاب په بڼه، د هغوی خدمت ته وړاندې کړو.
هیله من یو چې په دې توګه مونږ هم وتوانیږو د ژورنالیزم، د بیان آزادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسی په ډګر کې د خپلو هېواد والو، په تېره بیا د ژورنالیزم او لیکوالۍ د ډګر مزل کوونکو ځوانانو ته څه نا څه د خدمت مصدر وګرځو.
دا یادونه به بې ځایه نه وی چې که د درنو لوستونکی او د ژورنالیزم او رسنیز کار د ډګر د پیاوړیو اتلانو، مرستې، لارښوونې او همکارۍ نه وی، نو مونږ ته به ګرانه وی چې دا لړۍ په هغه ډول چې ستاسې دوستانو خوښه او غوښتنه ده او یا په هغه ډول چې د تخصصی او ژمن کار غوښتنه ده، پرمخ یوسو.
په دې هیله چې وکولای شو د ګهیځ مهالنۍ د لیکنو، موضوعاتو او نورو برخو په اړه ستاسې دوستانو، وړاندیزونه، لارښوونې او همکارۍ له ځان سره ولرو.
په درنښت
گهیځ