معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تورخم بندر بلې غاړې ته زیات شمېر افغان کډوال ایسار پاتي

د تورخم بندر بلې غاړې ته زیات شمېر افغان کډوال ایسار پاتي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم بندر هغې غاړې ته ایسار افغانان شکایات کوي، چې دوی څخه پاکستان لوري کمیشنکاران د هر کس څخه په زیاته اندازه پيسې غواړي.
یو ایسار افغان محمد الله ګهیځ نیوز ته ویلي، چې پاکستاني لوری یې خپل هېواد ته د تللو اجازه پرته له پیسو نه ورکوي.
د خبر له مخې دغه ایسار افغان کډوال تذکره په لاس غواړي، چې خپل هېواد ته راستانه شي، خو پاکستاني چارواکي يي نه را پرېږدي او له هر فامیل څخه له ۵۰ زرو زیاتې پیسې غواړي.
څو ورځې وړاندې د تورخم مسوولینو ګهیځ نیوز ته د دغو افغان کډوالو د ستونزې حل په اړه ډاډ ورکړی و او زیاته کړې یې وه، چې موضوع یې رسماً پاکستان کې افغان سفارت سره شریکه کړې ده.
هڅه مو وکړه چې سیمه کې د دغو ایسارو افغان کډوالو د ستونزو په اړه پاکستاني مسوولین هم وپوښتو، خو تر دوامدارو هڅو وروسته هم بریالي نشو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس