معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې د دیني مدرسو د ښوونکو لپاره له ۲۸۰ تنو آزموینه واخیستل شوه

غزني کې د دیني مدرسو د ښوونکو لپاره له ۲۸۰ تنو آزموینه واخیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزني د پوهني ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې یې له ۲۸۰ تنو څخه د هغو کلیوالي دیني مدرسو د ښوونکو بستونو لپاره آزموینه واخیسته، چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت کلیوالي دیني مدرسو ته منظور شوي وو.
د غزني پوهنې ریاست په وینا دې ورستیو کې د دغه ولایت کلیوالي دیني مدرسو ته ۵۶۱ د ښوونکو بستونه منظور شوي وو، چې د یاد ښوونکو بستونو د ګمارلو په موخه، له دې وړانديې هم ۱۶۰ کسانو څخه آزموینه اخیستل شوې وه.
د مسوولینو په خبره یادو کسانو تر لویې او وړې دورې دیني زده کړې کړي چې ترې په دارلحفاظ، دیني او حصه عصري علومو په برخه کې آزموینه واخیستل شوه.
د غزني د پوهني ریاست د مسوولینو په خبره همدا اوس په غزني کې شاوخوا ۶ سوه غیر رسمي دیني مدرسې فعالیت کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس