معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، د ټاپي پروژې پیلېدو ته بشپړ چمتووالی لري

افغان حکومت وایي، د ټاپي پروژې پیلېدو ته بشپړ چمتووالی لري

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت ویاند ویلي، چې افغانستان د ټاپي پروژې عملي کولو ته چمتو دی او تمه ده چې درې واړه هېوادونه په ګډه عمل وکړي.
نوموړي ویلي، چې حکومت د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره زياتې هلې – ځلې کوي او دا مهال ۵ زره تنه د قوش تېپې پروژه کې او دغه راز ۱۵۰ زره کسان د هېواد په کانونو کې په کار بوخت دي.
مجاهد خپلو دغو څرګندونو کې د ټاپي پروژې يادونه کړې او ویلي یې دي، چې دوی د دې پروژې پلې کولو ته بشپړ چمتوالی لري، خو د ټاپي پروژې د پلې کېدو لپاره بايد نور هېوادونه هم په دې برخه کې اقدام وکړي.
نوموړي ویلي، چې د ټاپي پروژې په پرانیستلو سره به په دې برخه کې ګڼ شمېر نورو ځوانانو ته هم د کار زمینه برابره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس