معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې د تازه مېوو حاصلات ٢١ سلنه زیات شوي

لوګر کې د تازه مېوو حاصلات ٢١ سلنه زیات شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د تېر کال په پرتله د تازه مېوو حاصلات په لوګر کې ۲۱ سلنه زیات شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ويلي، سږ کال له ۳۹ زره ۷۷۳ جریب بڼوڼو څخه، ۴۶۷ زره او ۲۷۲ ټنه حاصلات ترلاسه شوي، چې د تېر کال په پرتله د تازه مېوو په حاصلاتو کې ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
نوموړي زیاته کړې، چې د مېوه جاتو په حاصلاتو کې د زیاتوالي اصلي لاملونه په دې ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بڼوالۍ میکانیز کولو، د بڼوالو لاسنیوی او پر سلګونو بڼوالو د بڼوالۍ اړوند وسایلو وېشل دي.
دی وایي، د اوسني حکومت په راتګ سره لوګر کې ۷ سوه جریبه ځمکه باندي نوي بڼوڼه جوړ شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس