کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې له خلکو غوښتی چې په احتیاطی تدابیرو سره خپل ځان او کورنۍ خوندی کړی.
د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې پنجشنبې په ورځ د سارس ناروغۍ د خپرېدو په اړه راپور خپور کړ او ویې ویل، چې د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ ۴۹۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دی.
د دغه راپور پر بنسټ، په دې موده کې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ۴۷ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه شوی دی.
کانګو یوه وژونکې ناروغی ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ