معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې یو ټن تاریخ تېر درمل، خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول شول

د پکتیا په احمدابا ولسوالۍ کې یو ټن تاریخ تېر درمل، خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول شول

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیا ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې پر درملتونونو او هټیو د کنترول مدیریت لخوا یو ټُن او ۶۰ قلمه بېلابېل راټول کړل شوي تاریخ تېر درمل، خوراکي او غیر خوراکي توکې وسوځول شول.
د خبر پر بنسټ، د احمدابا ولسوالۍ د کنترول مدیر د دغو توکو سوځولو پرمهال ویلي، چې دغه تاریخ تېر توکې يې د درملتونونو مسوولینو او هټيوالو په همکارۍ د ټاکل شوې اتحاديې لخوا د څو میاشتو په جریان کې راټول کړي وو.
خبر زیاتوي، چې په یادو تاریخ تېرو موادو کې مختلف درمل خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو، چې د اړوندې مسوولینو په موجودیت کې له منځه یوړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس