معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران وایي، افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د دوی لومړیتوب دی

ایران وایي، افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پراختیا د دوی لومړیتوب دی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې کابل کې د ایران سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د ایران او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه د پانګونې او سوداګرۍ په وړاندې د خنډونو او ستونزو حل د ایران د اوسني دولت له لومړیتونو څخه دي.
د راپور پر بنسټ، قمي ټینګار کړی چې دوه اړخیزې اړیکې او تعامل، د داوړو لورو د ګټو په سیوري کې ټینګیږي.
د راپور په اساس، کابل کې د ایران سفیر زیاته کړې، افغانستان ته د هېواد د صادراتو تنظیمول، د ویزې د ورکړې بهیر کې اسانتیا، د سوداګر تګ – راتګ، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ فعالول، د تولید او پانګونې پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو او اسانتیا رامنځته کولو کمېټې جوړول، د دواړو هېوادونو له پانګوالو ملاتړ او د کانونو د کنسرسیوم جوړول، د اقتصاد، تولید او سوداګرۍ په حوزه کې له ترسره شویو اقداماتو څخه دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس