معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې ناړۍ ولسوالۍ ته غزېدلې لویه لار د سیند اوبو زیاتوالي له امله تړل شوې

کونړ کې ناړۍ ولسوالۍ ته غزېدلې لویه لار د سیند اوبو زیاتوالي له امله تړل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري لومړی نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کونړ کې ناړۍ ولسوالۍ ته غزېدلې لویه لار د سیند اوبو زیاتوالي له امله تړل شوې ده.
د خبر پر بنسټ، دغه لویه لار د تېرې ورځې راهسې تړل شوې، چې د ناړۍ، ختیځ نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو خلک یې د ستونزو سره مخ کړي دي.
د سیمې اوسېدونکو له ځایي مسوولینو غوښتي، چې د خلکو دغه ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړي.
د یادونې ده، چې د پېچ درې او اسعداباد ترمنځ لویه لار او یو شمېر نورې لارې هم د راوتلو سېلابونو له امله زیانمنې شوي او ځینو ځایونو کې تړل شوي هم دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس