معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / برېښنا شرکت تېر کال څه باندې ۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

برېښنا شرکت تېر کال څه باندې ۳۳ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولينو، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې دغه شرکت په تېر يوه کال کې له پېرودونکو څخه څه دپاسه ۳۳ ميليارده افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
د راپور پر بنسټ، د یاد شرکت د مسوولینو په وینا په تېر یوه کال کې څه دپاسه ۴۶ زره ميترونه د برېښنا په سيستم کې ثبت شوي دي.
دغه راز مسوولینو ویلي، چې په تېر يوه کال کې څه دپاسه ۷۰ زره ميتر له انالوګ په ډيجيټل ته بدل شوي دي.
د برېښنا شرکت مسوولینو همدارنګه ویلي، چې دغه شرکت په تېر يوه کال کې په کابل، ننګرهار، پروان او بغلان کې ۱۴۹۶ جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس