معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سمنګانو کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا پروژه پلې کيږي

سمنګانو کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا پروژه پلې کيږي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سمنګانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي، چې د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې د ډبرو سکرو په مارکېټ کې د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د برېښنا د یوې پروژې د چارو پیلېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رییس لطف الله حبیبي ويلي، چې د یاد ریاست له لوري د ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د ډبرو سکرو یو مارکېټ د رغولو چارې پیل شوې دي.
هغه زیاته کړه، چې د یاد مارکېټ لپاره ۲۴ ساعته برېښنا، د تېلو ۲ ټانکونه، ۱۷۰ غرفې، د موټرو تمځای او نورې آسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د سمنګانو مرکز او حضرت سلطان ولسوالۍ کې ۱۵ زره کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس