معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د وردګو په دایمیرداد کې د تېرې ورځې سېلابونو ۳۰ کورونه ویجاړ کړي

د وردګو په دایمیرداد کې د تېرې ورځې سېلابونو ۳۰ کورونه ویجاړ کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ بجګې او تویکې په کلو کې د سېلابونو له امله ۳۰ کورونه په نیمه او یا بشپړ ډول ویجاړ شوي او سلګونه جریبه زراعتي ځمکه یې وړې ده.
د خبر پر بنسټ د یاد ولایت والي د ژغورنې ټیم سره یوځای تېره ورځ سیمې ته خلکو سره د مرستې په موخه تللی او ډاډ یې ورکړی، چې ډېر ژر به دغه لاره د خلکو د تګ – راتګ لپاره خلاصه کړي.
والي زیاته کړې، چې له خلکو سره د مرستې په موخه سیمې ته د اوو ارګانونو او مرستندويه موسسو استازي راغلي، څو له خلکو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړي.
د ده په خبره پلان لري چې د رییس الوزرا د حکم سره سم د خلکو ویجاړ شوي کورونه بېرته ورته ورغوو.
د یادې سیمې اوسېدونکي له حکومت او مرستندويه موسسو غواړي، چې ژر تر ژره دې ورسره د خوراکي موادو، سرپناه او روغتيا په برخو کې د اړتیا وړ مرستې وکړي.
د یادولو وړ ده چې د دایمیرداد ولسوالۍ په تویکه کلي کې سېلابونو تېر کال هم خلکو ته درانه زیانونه اړولي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس