معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حامد کرزي پر پکتیکا د پاکستان توغندویي بریدونه وغندل

حامد کرزي پر پکتیکا د پاکستان توغندویي بریدونه وغندل

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۷ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د پکتیکا پۀ برمل ولسوالۍ پاکستاني لوري توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.
کۀ څه هم سرپرست افغان حکومت تر دا دمه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د بریدونو دغه ادعا پخواني ولسمشر حامد کرزي هم تایید کړې او دغه عمل یې غندلی دی.
کرزي پر خپل ټویټر لیکلي، دا برید د افغانستان پر خاوره د پاکستان له لوري ښکاره تېری او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار دی.
نوموړي له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي او د افراطیت پالنې پر ځای دې له افغانستان سره ښه اړیکې وپالي.
پاکستاني ځواکونه له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو بریدونه کوي چې له امله یې ګڼ شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي او سلګونه کورنۍ یې له امله بې ځایه شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس