معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سعودي د روسيې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو کوربتوب کوي

سعودي د روسيې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو کوربتوب کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۸ مه نېټه):
امریکایي ورځپاڼې وال سټرېټ ژورنال ویلي، چې ټاکل شوې ریاض د کیېف او مسکو ترمنځ د سولې خبرو کوربتوب وکړي.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې دغې ناستې ته د نړۍ د ۳۰ هېوادونو لوړ پوړي چارواکي وربلل شوي او د راروانې اګسټ میاشتې په ۵مه او ۶مه پلان شوې ده.
وال سټرېټ ژورنال دغه راز لیکلي، چې دغه ناسته د روسیې له حضور پرته رابلل شوې او ټاکل شوې د اندونیزيا، مکسیکو، اروپایي ټولنې او ګڼ شمېر نورو هېوادونو استازي په کې ګډون وکړي.
دغې ورځپاڼې دا خبر په داسې مهال خپور کړی، چې تازه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افریقایي هېوادونو له مشرانو سره د غونډې په درشل کې ویلي، چې هېواد یې غواړي د اوکراین د جګړې اړوند ستونزې د خبرو – اترو له لارې حل شي، خو امریکا او ځینې نور لویدیځ هېوادونه نه غواړي دغه خبرې بریالۍ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس