معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اروزګان ځایي خلک د لرغونو تاریخي سیمو ساتنې لپاره د پاملرنې غوښتنه کوي

د اروزګان ځایي خلک د لرغونو تاریخي سیمو ساتنې لپاره د پاملرنې غوښتنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اروزګان اوسېدونکي له سرپرست حکومت غواړي، چې په دغه ولایت کې د تاریخي او لرغونو سیمو ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی وايي، ځينې تاریخي سیمې د خلکو له لوري غصب شوي او حکومت یې باید مخنیوی وکړي.
د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وايي، هغه تاریخي ځایونه چې پخوا ویجاړ شوي، د بیارغونې لپاره یې هڅې پيل کړې دي.
د سیمه ییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې په اروزګان ولایت کې ۱۳۶ تاریخي او لرغوني ځایونه ثبت شوي، چې کافر کلا، سیمان تخت او کلا مورچه یې تر ټولو مشهوره ابدات ګڼل کیږي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس