معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پکتیکا کې د نشه یي موادو د روږدو او پلورونکو ډله نیول شوې

پکتیکا کې د نشه یي موادو د روږدو او پلورونکو ډله نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت امنیه قوماندانۍ ویلي، چې امنیه قوماندانۍ کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي مدیریت اړوند د کشف آمریت لخوا د نشه یي توکو د پلورونکو او روږدو هغه ډله نیول شوې، چې په بېلابېلو غلاوو او شکونو کې یې لاس درلود.
د خبر پر بنسټ د یاد آمریت آمر ویلي، چې مرکز ښرنه کې یې د غلا، شکوَنو، شیشې پلورلو او استعمال په تړاو شپږ تنه نیولي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې له یادو کسانو سره د شیشې ترڅنګ د قلپونو ماتولو آله، بېلابېل چاقوګان، مختلف غلا شوي وسایل او توکي ترلاسه شوي دي.
د مسوولینو په وینا یاد کسان لا هم تر پلټنو لاندې دي، چې ترې وروسته به اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس