معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د يوشمير هېوادونو له سفیرانو سره کتلي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د يوشمير هېوادونو له سفیرانو سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او ورسره پلاوي یې په قطر کې له مېشتو د افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو سفیرانو او ځانګړو استازو سره کتلي دي.
په دې کتنه کې چې د امریکا، بریټانیا، هسپانیا، سويلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا هېوادونو استازو پۀ کې ګډون کړی وو، متقي د افغانستان د حکومت د وروستیو سیاسي، اقتصادي، امنیت، ښې حکومتدارۍ، نشه يي توکو پر ضد مبارزې، د سلګونو پروژو پيلولو او همداسې نورو هر اړخیزو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړي دي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، چې دغه نمایندګۍ د دې پر ځای چې د لرې څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نږدې وګوري.‌
د غونډې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس