معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سرې مياشتې ټولنې مرستيال د مرستو جلبولو لپاره قطر ته تللی

د سرې مياشتې ټولنې مرستيال د مرستو جلبولو لپاره قطر ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغاني سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابي د یو ۶ کسیز پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمینې دوحې ته د بشري مرستو د جلب په موخه په رسمي سفر تللی دی.
د يادې ټولنې وياند عرفان الله شرفزوی ویلي، چې نوموړی به د دې سفر پر مهال د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د ملي ټولنو او خېریه بنسټونو له استازو سره وګوري.
د ده په وينا د یاد سفر په پلان شویو لیدنو کې به نوموړی له ګډونوالو سره د افغانانو بشري ستونزې او اړتیاوې شریکې کړي او د ګډو همکاریو د غوښتنې ترڅنګ به د افغاني سرې میاشتې له لارې د افغانستان له بېوزله وګړو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو غوښتنې شریکې کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس