معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل ښار کې د زړو او دود کوونکو نقلیه وسایطو جوازسیر قید کیږي

کابل ښار کې د زړو او دود کوونکو نقلیه وسایطو جوازسیر قید کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې ويلي، چې په کابل ښار کې د زاړه وسایطو جواز سیر چې له عادي حالت څخه ډېر دود کوي، قید کیږي.
دغه وزارت زیاته کړې، د هوا ککړتیا د راکمولو او مخنیوي په موخه د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو، کابل ښاروالۍ او ترافیکو ریاست په ګډې همکارۍ، د کابل ښار په مختلفو سیمو کې چې ګڼ مېشتې دي، د زړو او دودکوونکو وسایطو د څارنې لپاره ۱۳ چک پاینټونه جوړ کړي، چې هره ورځ په ټاکلي وخت کې زاړه وسایط چې له عادي حالت څخه زیات دود کوي، درول کیږي او له موټر چلوونکو څخه جواز سیر تر هغې پورې قید کیږي، تر څو چې یې د خپلو وسایطو ماشینونه نه وي جوړ کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې پروسې د څارنې په موخه د دود کوونکو او زړو وسایطو د درولو کمېټې غړو چې مشري یې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پر غاړه ده، تېره ورځ د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې د دود کوونکو او زړو وسایطو د توقف له چک پاینټونو څارنه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس