ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوی د مرغومی په دوهمه نېټه په جلال آباد کې د ننګرهار له والی ښاغلی ضیاء الحق امر خېل سره په لیدنه کې خپل پروګرامونه او فعالیتونه له نوموړی سره شریک کړل.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې پلاوی د مرغومی په دوهمه نېټه په جلال آباد کې د ننګرهار له والی ښاغلی ضیاء الحق امر خېل سره په لیدنه کې خپل پروګرامونه او فعالیتونه له نوموړی سره شریک کړل.
په دغې لیدنه کې چې د ننګرهار ولایت په مقر کې ترسره شوه، د ګهیځ ټولنې رئیس سردار محمد دیندارخېل، اجرایی مسؤول صاحب الله عزیز او د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزی ګډون درلود چې په ترڅ کې یې په ختیځ زون کې د ګهیځ فعالیتونه او کارونه د ننګرهار له والی سره شریک شول او په ټوله کې ګهیځ ټولنه نوموړی ته ور وپېژندل شوه.
په دغې لیدنه کې د ننګرهار والی د ګهیځ ټولنې کارونه وستایل او په ټوله کې یې د رسنیز کار پر اهمیت او ضرورت ټینګار وکړ.
همدا رنګه په دې لیدنه کې ښاغلی ضیاء الحق امر خېل د ګهیځ ټولنې کړنو او فعالیتونو ته په کتو، په ننګرهار ولایت کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دی او کاری ټېم به یې تل د ګهیځ ټولنې همکار پاتې شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.