ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشر تابه پلاوی په ننګرهار کې د آریانا خصوصی پوهنتون له ادارې سره په لیدنه کې، پر دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ.
پدغه لیدنه کې چې په ترڅ کې یې د ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې رئیس سردار محمد دیندار خېل، د یادې ټولنې اجرائیوی مشر صاحب الله عزیز او د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزی ګډون درلود، د آریانا پوهنتون علمی او تدریسی مرستیال پوهنمل دکتور مسعود ساپی سره د دواړو بنسټونو تر منځ علمی او عملی همکاری و څېړل شوه او پدې ټینګار وشو چې ګډ علمی کار او له یو بل سره اوږه ورکول، ددې ولس او هېواد د خیر لپاره ګټور شراکت ګڼل کېدای شی.
د لیدنې په لومړی سر کې د ګهیځ ټولنې مشرتابه پلاوی د ګهیځ ټولنې پر جوړښت، موخو او فعالیتونو رڼا واچوله او ټېنګار یې وکړ چې یاده ټولنه د رسنیز صادقانه کار له لارې غواړی په ټولنه کې عامه پوهاوی رواج کړی تر څو لدې لارې وکولای شی ولس او خلک له حقایقو خبر کړی او هغوی ته د خدمت مصدر وګرځی.
همدارنګه په ننګرهار کې د آریانا خصوصی پوهنتون علمی او تدریسی مرستیال پوهنمل دکتور مسعود ساپی په یاده ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د ګهیځ ټولنې کړنې وستایلې او په اوسنیو شرایطو کې یې ځوانانو ته د هغوی د ظرفیتونو د لوړېدا په موخه د پروګرامونو جوړول، ډېر اړین او ګټور و ګڼل.
ډکتور مسعود ساپی پدې لیدنه کې له ګهیځ ټولنې سره په ختیځ زون کې د خپلې هر ډول همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دواړه لوری به د یوه هوکړه لیک د لاسلیک له لارې دغه همکاری او همغږی مخ په وړاندې بیایی.
گهیځ