معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوست په یوه هوټل کې چاودنې درې وزیرستاني کډوال وژلي دي

د خوست په یوه هوټل کې چاودنې درې وزیرستاني کډوال وژلي دي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۳ مه نېټه):
د هېواد په جنوب ختیځ خوست ولایت کې د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې په یوه هوټل کې د چاودنې له امله درې وزیرستاني کډوال وژل شوي او یوشمېر ځايي اوسېدونکي ژوبل شوي دي.
د خوست د والي د ویاند رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه نن دوشنبه تر غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې د خوست په ښار کې له سپین جومات سره نژدې په یوه هوټل کې را مینځته شوې ده.
د خوست د والي و یاند همدا راز زیاتوي چې مرستندویه کارکوونکو د پېښې اوه تنه ټپیان د خوست روغتونونو ته انتقال کړي دي.
که څه هم د خوست د والي ویاند د چاودنې د څرنګوالي او پکې د وژل شویو د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو ځايي خلک بیا رسنیو ته وایي چې په دغه هوټل کې “پاکستاني کډوال ” اوسېدل.
عیني شاهدانو همدا رنګه رسنیو ته ویلي چې د پېښې ځای ته شاوخوا امبولانسونو تګ راتګ کولو او ښايي د مرګ ژوبلې کچه لوړه وي.
دا هم ویل کېږي چې حکومتي مسوولینو د پېښې شاوخوا سیمه تړلې او خلکو او خبریالانو ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس