معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عباس ستانکزی وایي، افغان حکومت د نجونو له زده کړو سره مخالفت نۀ لري

عباس ستانکزی وایي، افغان حکومت د نجونو له زده کړو سره مخالفت نۀ لري

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۲۵ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو د دوهمې کلیزې په مناسبت له الجزیره ټلوېزون سره په خبرو کې ویلي، چې زده کړې د نارینه او ښځو دواړو مسلم حق دی.
نوموړي دغه مرکه کې زیاته کړې، چې په دې اړه ښایي د علماوو تر منځ اختلاف موجود وي، خو په وینا یې چې سرپرست افغان حکومت د ښځو له زده کړو سره مخالف نه دی او تعلیم د ښځو او نارینه وو حق ګڼي.
ستانکزي زیاته کړې، چې د علماوو ترمنځ د اختلاف ختمېدو ته هیلې ډېرې شوي او ښایي نږدې راتلونکي کې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیستل شي.
د نجونو تحصیلي او زده کړه ییزو بنسټونو بندښت هغه مسله ده، چې په غوڅ اکثریت یې په کور دننه او بهر پر اوسني حکومت د نیوکې ګوتې ډېرې کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس