ننګرهار کې ۱۵۰ ټنه بې کېفیته غوړی یوې فابریکې ته د صابن جوړولو لپاره وسپارل شول
کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۳۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو او درملو ملی ادارې ویلی، ننګرهار کې یې ۱۵۰ ټنه بې کېفیته غوړی د صابون جوړولو یوې فابریکې ته سپارلی دی.
د خبر پر بنسټ، د دغې ادارې ویاند جاوید هژیر ویلی، چې دغه بې کېفیته غوړی یې د ننګرهار په ګمرک کې ضبط کړی وو، چې د ننګرهار ولایت د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې د صابون جوړونې یوې فابریکې ته ورکړل شول.
که څه هم دغې ادارې دا نه ده په ډاګه کړې، چې دا بې کېفیته غوړی چېرته تولید شوی وو، خو د ننګرهار له ګمرکه تر ډېره د پاکستان تولیدی توکی افغانستان ته راځی.
د خوړو او درملو ادارې زیاته کړې، د دوی لابراتوارونو مشخصه کړې چې له دغو بې کېفیته غوړیو استفاده د انسان وجود ته زیان اړوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ