معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نږدې راتلونکي کې به یو شمېر ترکي پانګوال افغانستان ته راشي

نږدې راتلونکي کې به یو شمېر ترکي پانګوال افغانستان ته راشي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۵ مه نېټه):
‏د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مهمند ویلي، چې ترکي پانګوالو افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې او ټاکل شوې چې نږدې راتلونکي کې یو شمېر ترکي پانګوال افغانستان ته راشي.
د راپور پر بنسټ نوموړي زیاته کړې، ترکي پانګوال لېواله دي، چې افغانستان کې د سړکونو د جوړولو، انرژۍ، صنعت او کرنې برخو کې پانګونه وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست همدارنګه راتلونکې سپټمبر میاشت ترکیه کې د یوه نندارتون د جوړېدو خبر هم ورکړی، چې افغان سوداګر به هم په کې برخوال وي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه اونۍ د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو پلاوي ترکیې هېواد ته سفر کړی و او هلته یې ترکي او مېشتو افغان پانګوالو ته بلنه ورکړې وه، چې افغانستان کې پانګونه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس