معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان به ډېر ژر له چابهار بندر سره ونښلول شي

افغانستان به ډېر ژر له چابهار بندر سره ونښلول شي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولینو ویلي، چې ډېر ژر به افغانستان د ایران چا
هبهار بندر سره ونښلول شي.
د یادې ادارې سرپرست ایراني چارواکو سره تر لیدنې وروسته ویلي، ټاکل شوې افغانستان ډېر ژر د نیمروز د میلک اوسپنې پټلۍ او د زاهدان اورګاډۍ پټلۍ له لارې د ایران چابهار بندر سره ونښلول شي.
د افغانستان سرپرست حکومت او ایراني چارواکو ترمنځ له تېرې اونۍ راهیسې دوه اړخیزې لیدنې روانې دي.
د یادو لیدنو په ترڅ کې د افغانستان په چارو کې د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت ځانګړي استازي میرشفیع ویلي، حکومت یې د دغې پروژې د عملي‌کېدو لپاره د چابهار ـ زاهدان پر اورګاډي پټلۍ کار پیل کړی دی.
په ورته وخت کې د اقتصادي چارو شنونکي د چابهار ـ زاهدان او نیمروز میلک اورګاډي پروژې د عملي‌کېدو پر ارزښت ټینګار کوي او وايي، د دغې پروژې پلي‌کول کولی شي، چې د افغانستان سوداګري له انحصاره وباسي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس