معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د قوش تېپې کانال د دوو پلونو د جوړونې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

د قوش تېپې کانال د دوو پلونو د جوړونې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملي پراختیا شرکت ويلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د قوش تېپې کانال په مسیر کې چې د اوسپنې پټلۍ او حېرتان ـ مزار شریف لاره پرې ده، د دوو پلونو د جوړونې چارې بشپړې شوي.
د دغه شرکت مسوولین زیاتوي، د قوش تېپې کانال له اوبو به بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره، هم کار واخیستل شي.
په جوزجان کې یو شمېر کروندګر وايي، چې د قوش تېپې کانال له لارې د آمو سیند اوبو ته سترګې په لار دي او له مسوولینو غواړي چې په دې برخه کې لا زیاتې هلې – ځلې وکړي.
د اوبو د مدیریت چارو ځينې شنونکي د قوش تېپې کانال پروژه، د هېواد د اقتصاد او کرنې د پراختیا په برخو کې مهمه ګڼي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس