معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د مرستو نه رسېدو له امله به ګڼې کورنۍ خپلې سیمې پرېږدي

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د مرستو نه رسېدو له امله به ګڼې کورنۍ خپلې سیمې پرېږدي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې که په افغانستان کې زیانمنو خلکو ته مرستې ونه رسیږي، د دې هېواد میلیونونه وګړي به په راروان ژمي کې خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شي.
د دې پروګرام د کاناډا څانګې پرون پر خپله ټویټر پاڼه د افغانستان لپاره د دې پروګرام د عملیاتو د مشرې (هسیو وي لي) یو ویډیویي پیغام خپور کړی.
دغه ویډیو پیغام کې نوموړې ټینګار کړی چې د افغانستان میلیونونه وګړي د راروان سخت ژمي لپاره تیاری نه لري.
هغې له بسپنه ورکوونکو هېوادونو وغوښتل چې هر څومره ژر چې کېدای شي د خوړو له نړیوال پروګرام سره د یو میلیارد ډالرو مرسته وکړي تر څو وکولی شي په افغانستان کې ۲۱ میلیونه زیانمنو وګړو ته بشري مرستې ورسوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس