معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي

پاکستان کې افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده شکایت کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې تورخم کې د افغانستان او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ له نښتې وروسته، په پاکستان کې ځينې مېشت افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له بد او ناوړه چلنده شکایت لري.
د راپور پر بنسټ، پاکستان کې د افغان کډوالو شورا د دغه هېواد د پولیسو له لوري پر خپلسرو نیونو او ځورونو له نیوکې سره وايي: چې د پاکستان پولیسو په کراچۍ ښار کې څه باندې ۱۰۰ تنه افغانان بې‌ګناه نیولي، ځورولي او ربړولي دي.
بلخوا د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې ناقانونه کډوال به له خپل هېواده وباسي او ټینګار کوي، چې د کډوالو د بېرته ستنولو طرحه به خامخا عملي کوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت بیا د افغان پناه غوښتونکو له کوربه هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان غواړي چې د کډوالو نړیوالو حقونو ته پام وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دمګړۍ په پاکستان کې نږدې درې میلیونه افغان کډوال، په ایران کې هم شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال او په نورو هېوادونو کې شاوخوا یو میلیون افغان کډوال مېشت دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس