معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / د پاکستان “سوداګریزه مقاطعه”؛ د وخت تر ټولو مهمه اړتیا!

د پاکستان “سوداګریزه مقاطعه”؛ د وخت تر ټولو مهمه اړتیا!

له کله نه چې تېره اونۍ(د وږي په ۱۵مه) د ډیورند پر فرضي او استعماري کرښه، د پاکستان سرحدي ملیشو له هر ډول منطقي دلیل پرته پر افغان ځواکونو ډزې وکړې او د څو پوله ساتو افغان سرتېرو او عامو مسافرو د مرګ ژوبلې سبب شول، د سرحد ایالتي حکومت د خپل مرکزي حکومت( پنجاب) په خوښه د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ یا د سوداګریزو توکو د لېږد- رالېږد پر مخ تړلې او پدې توګه یې پر نورو سربېره افغانان سوداګرو او بزګرو ته ستر مالي تاوان اړولی.
معلومه ده چې دا موسم د فرضي کرښې هغې لوري ته د تازه افغاني میوو او ترکاریو د لېږد موسم دی او د کرښې دې خوا ګڼ افغان سوداګر او د لاریو چلونکي له خپلو ډکو لاریو سره ولاړ دي او په داسې حال کې چې په موټرو کې بار تازه میوه او ترکاري یې د ګرمې هوا او زیات بې ځایه انتظار له امله له کاره وزي، د دې انتظار کوي چې دا لار به کله د دوی پر مخ پرانیستل کېږي.
همدا ډول د دې غمېزې بل اړخ دا هم دی چې د ډیورند فرضي کرښې ها غاړې ته چې د پاکستان په ولکه کې ده ګڼ شمېر افغان مریضان چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو او آن د ځینو دغه مریضانو چې هلته مړه شوي دي، اجساد بېرته خپل هېواد ته د راستنیدو د انتظار شېبې شمېري، خو د ګډې پولې د خلاصون په اړه د دواړو لوریو د مخامخ خبرو اترو سره سره هم د تورخم غملړلې دروازه لا تر اوسه د افغانانو پر مخ بنده ده او دا هم نده څرګنده چې کله به د دغه بدبخته افغانانو توبه قبلېږي.
دا لومړی ځل ندی چې پاکستاني واکمن په یو اړخیز ډول د تورخم سرحدي دروازه د افغانانو پر مخ تړي او نه یوازې د عامو افغان ناروغانو او مسافرو د ځوریدنې سبب ګرځي چې د افغاني تازه میوو د خرابېدو او له نرخ څخه د غورځېدو سبب هم کېږي. پاکستان متأسفانه تل او کم تر کمه په تېرو دوه لسیزو کې دلته د یرغلګرو امریکایانو په شتون کې همیشه پر افغانانو همداسې لوبې کړې او همدا ډرامه یې تل تکرار کړې ده.
پدې اړه مهم او د یادونې وړ ټکی دا هم دی چې پاکستاني لوری اکثره وخت دا ډول ناروا ډرامه بازي هغه وخت پیلوي چې د افغانستان له خاورې څخه د دوی لوري ته د تازه میوو او ترکاریو د ورتګ موسم پیل شي.
په تېر جمهوریت کې چې کله دلته د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو هم حضوردرلود، د پاکستان سیاسي او پوځي چارواکو تل همدا ‌بهانې کړې دي، په خپله خاوره کې یې د نا امنیو پړه پر افغانستان او هند اچولې او په همدې پلمه یې د افغان لوري څخه د تازه میوو او ترکاریو د ورتګ په وخت کې پوله تړلې ده چې که په همدې اړه د پاکستان د نادودو حساب کتاب ته ورشو، شاید د دې کرښو له توان څخه به بهر وي.
که څه هم په تېرو څه باندې دوه لسیزو کې دلته د امریکایانو او نورو لویدیځوالو یرغلګرو په شتون کې له هغوی سره په ملکي او پوځي ډګرونو کې د پاکستان مرسته او ملاتړ له ورایه څرګند ؤ، خو بیا هم یو تصور داسې ؤ چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت راشي، نو د کابل- اسلام آباد سیاسي، پوځي او سوداګریزې اړیکې به خورا ډېره پراختیا ومومي او د جمهوریت په دوران کې د دواړو هېوادو تر مینځ روانو ناندریو او تورو سپینو ته به نور د پای ټکی کېښودل شي.
متأسفانه بیا هم داسې ونشول او د تېرو دوه کلونو حالاتو او د دواړو هېوادو اړیکو دا فرضیه غلطه ثابته کړه او اوس ګورو چې پاکستان د تل په څېر بیا هم خپل منافقانه سیاست ته دوام ورکړی او د کابل- اسلام آباد اړیکې بیا هم د تېر جمهوریت په څېر ترینګلې دي.
اوس د پېښو شنونکي او د چارو کارپوهان د دواړو هېوادو تر منځ روانو اړیکو، د ناندریو او تورو سپینو لړۍ او په تېره بیا د پاکستاني چاراکو دغه منافقانه سیاست ته چې د خوار افغان بزګر د محصولاتو د را رسیدو پر وخت، په بېلابېلو بهانو د دواړو هېوادو تر منځ د تګ راتګ رسمي لارې بندوي او د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ، خوار افغان بزګر ته د هغوی د تازه میوې د خرابېدو له لارې میلیونونه ډالره زیان اړوي، لازمه ده چې نور افغان حکومت او دلته شته د سوداګرو او صادرونکو اتحادیې سره لاس یو کړي او له پاکستان او پاکستاني توکو سره قطعي او تل پاتې پرېکون اعلان کړي.
افغان حکومت او سوداګر دې د خپلو لوړو ملي ګټو او ملي مصالحو په خاطر نور له پاکستان څخه کالي او جنس نه را واردوي او خپلې تازه او وچې میوې ته دې له پاکستان پرته نور مارکیټ ومومي، که دا کار وشي باور لرو چې.د پاکستان په داخل کې همدا اوس حاکم اقتصادي او سوداګریز وضعیت ته په کتو به یې پایلې مونږ ته ګټورې وي.
مونږ ډاډه یو چې که په افغانستان کې ټول سوداګر او حکومتي چارواکي د ملي ګټو او لوړو ملي مصلحتونو په پام کې نیولو سره دا اقدام وکړي او پلي کېدل یې هم په کلکه وڅارل شي، پاکستان به په ګونډو شي او د هغوی د کبر او ظلم دغه لړۍ به چې اوس یې پر خوارو افغان بزګرو او سوداګرو پیل کړې ډېر ژر پای و مومي.
پدې کار سره به نور بیا د “پنجاب” دغه سوداګریز او اقتصادي راج، چې نن پر مونږ چلېږي، په خپله مات شي، دا ګام پورته کول ډېر ګران ندي، یوازې یوې پخې او واحدې ” ملي ارادې” او د یوې “ملي واکمنۍ” ملاتړ ته اړتیا لري او بس. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=61550054700162

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس