معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ټول هېواد کې ۸۰ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

ټول هېواد کې ۸۰ زره جریبه ځمکه له غصبه راګرځول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اراضۍ ادارې عمومي رییس کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسې په ټول هېواد کې ۸۰ زره جريبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده.
د راپور پر بنسټ نوموړي ویلي، چې د غصب شویو دولتي ځمکو پېژندنه او خلاصون د سرپرست حکومت مهم لومړیتوب دی.
بل لور بیا عام خلک د دولتي ځمکو د خلاصون په برخه کې د سرپرست حکومت هڅې ستايي، خو غوښتنه کوي، چې غاصبین باید مجازات شي.
حکومتي مسوولین وايي، د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ په ځينو ولایتونو کې د ودانیزو چارو له امله ځنډ سره مخ وي، خو ټینګار کوي چې دا لړۍ به ټول هېواد کې دوام ولري او غصب شوې ځمکې به بېرته راګرځول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس