معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کورنیو چارو سرپرست وزیر د چین له نوي سفیر سره کتلي

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د چین له نوي سفیر سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له نوي ټاکل شوي سفیر سره تعارفي ناسته کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت پر ټوېټر پاڼه لیکل شوي، چې د دې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژیوچینګ سره تعارفي ناسته وکړه او د هرکلي ترڅنګ یې د سرپرست حکومت له لوري نوموړي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
یاد وزارت ویلي، چې سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د چین وروستۍ پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي، چې ياد هېواد د افغانستان په اړه تل مثبت او ښه لیدلوری درلودلی دی. دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې افغانستان لپاره د چین سفیر ژیوچینګ وویل چې افغانستان د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او هیله یې وښوده چې له نړۍ سره د تعامل په برخه کې به نورې ښې لاسته راوړنې هم و لري.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس