معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې دوه تنه د اوسپنې قاچاق کوونکي نیول شوي

هلمند کې دوه تنه د اوسپنې قاچاق کوونکي نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې دوه تنه د اوسپنې قاچاق کوونکي له درې موټره اوسپنې سره یوځای نیول شوي دي.
مسوولینو ویلي، چې د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې امنیتي ځواکونو د ګزمې پرمهال درې عرادې سېپا موټرې نیولي، چې غوښتل یې یاده اوسپنه پاکستان ته قاچاق کړي.
د چارواکو په خبره، هېڅ وخت به چاته اجازه ورنه کړي، چې له هېواده په غیر قانوني ډول اوسپنه او نور توکي بهر ته ولېږدوي.
د دوی په خبره یاد نیول شوي کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس