د تېرې اونۍ په پای کې د افغانستان په جنوب لویدیځ ولایت غور کې د “نړیوال مرستندویه ماموریت” یا (IAM) په نامه د يوې نړیوالې مؤسسې دفتر يو شمېر بهرني او افغان کارکوونکي د ځایي امنيتي ځواکونو له خوا منحرف مسیحیت ته د خلکو د اړولو په تور ونیول شول چې په اړه یې د غور د والي ویاند تأیید کړه چې د یادې مؤسسې ۲۱ تنه کارکونکي نیول شوي چې یوه امریکایي مېرمن او څو تنه نور بهرني وګړي هم پکې شامل دي.
که څه هم نوموړې مؤسسه وایي چې په نیول شویو کسانو کې د دوی ۱۵ افغان او درې بهرني کارکوونکي شامل دي چې ټول ۱۸ تنه کېږي او ټول کابل ته لېږدول شوي دي خو حکومتي چارواکي بیا آن د ۲۱ تنو د نیول کېدو خبره کوي.
د نیول شویو افردو په شمېر کې د مؤسسې او ځایي چارواکیو تر مینځ دا توپیر کېدای شي ځان ته لاملونه ولري، خو دمګړۍ هغه څه چې مهم دي، د دې مؤسسې د کارکونکوو نیول کېدل او د افغان حکومت له اړخه پر هغوی د عیسویت د تبلیغ او ترویج تور پورې کېدل دي او دا هغه موضوع ده چې د ډېرو پام یې ځان ته اړولی دی.
د “ای اې ایم” مؤسسه بیا وايي چې په افغانستان کې له ۱۹۶۶ کال راهیسې فعالیت لري او زیاتوي چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند په بدلون او تقویت کې یې بنسټیز رول لوبولی دی. همدارنګه دوی دا ادعا هم کوي، چې یوازې په تېره یوه لسیزه کې یې له ۴.۲ میلیون تنو افغانانو سره مرسته کړې ده.
که څه هم د یادې مؤسسې پر کارکونکو لګیدلي تور او دا چې هغوی د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د خوارو او فقیرو وګړو تر مینځ د مسیحیت د منحرف دین لوري ته خلک وربلل، تر اوسه ندي ثابت شوي اما د قضیې قراینو ته په پاملرنې سره په موضوع کې شک هم نه لیدل کېږي.
د غور ولایت د افغانستان په جنوب لویدیځ کې یو لرې پرته او غرنۍ سیمه ده چې خلک یې هم د افغانستان د ګڼو نورو سیمو په څېر له فقر، نیستۍ او مرضونو څخه ځورېږي او بل خوا په ګرده نړۍ کې د عیسیویت د منحرف آیین د مبلغینو ډلو او د هغوی کړنو ته چې ځیر شو نو دا ډول بېلګې د نړۍ په هر ګوټ او په تېره بیا په افریقایي مظلومو او خوارو ولسونو کې ډېرې زیاتې لیدل کېږي. ځکه پدې کې هم شک نشته چې دغه مؤسسه دې هم د ځایي اوسېدونکو د فقر، کم سوادۍ او نورو ګڼو ناخوالو څخه په استفادې، هلته د عیسویت منحرف دین ته د خلکو په بلنه مشغوله وي.
بله موضوع چې پدې اړه د خلکو شک او اندېښنې زیاتوي دا هم ده چې دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په آګسټ کې هغه وخت چې له افغانستانه یرغلګر امریکایي پوځیان ووتل نو لدوی سره جوخت دلته په هر نامه مېشت امریکایي
ملکي وګړي او آن ورسره د نورو لویدیځو ملکونو وګړي او د مؤسساتو کارکونکي هم ووتل او په دومره لرې پراته ولایت کې خو د امریکایي وګړو د شتون تصور هم نه کېږي.
بل خوا په تېر کې هم دا ثابته شوې چې امریکایي او نورو لویدیځوالو مؤسسو چې په ظاهره یې په خوار او جګړه ځپلي افغانستان کې مرستندویه او خیریه فعالیتونه درلودل، د پردې شاته د عیسویت منحرف دین ته خلک وربلل او تبشیري فعالیتونه یې پرمخ وړل.
په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت په تېر دور کې د “شلتر نو” په نامه یوې لویدیزځوالې مؤسسې فعالیت چې دلته یې په ظاهره بې کوره او جګړه ځپلیو وګړو ته د سرپناه غمه کوله خو د پردې شا ته د عیسیویت تبلیغ کاوه د دې شومو موخو ښه بېلګه ده. هغه وخت هم د یادې مؤسسې کارکونکي ونیول شول او د محاکمې میز ته راښکل شول اما متأسفانه پر افغانستان د امریکا مستقیم پوځي یرغل او دلته د نظام بدلون، هغه پېښه او د یادې مؤسسې دوسیه تر خپلو وړانګو لاندې پټه کړه او هرڅه هېر شول.
وروسته بیا په تېر څه باندې شل کاله جمهوریت کې چې دلته امریکا او اروپا نېغ په نېغه ملکي او پوځي حضور درلود او په څنګ کې یې ګڼې لویدیځوالې مؤسسې او انجیو ګانې هم فعالې وي، چې د خپلو هېوادونو د درانه پوځي او ملکي حضور تر تور سیوري لاندې یې دلته د عیسیویت پر تبلیغ سربېره هر هغه څه ترسره کول چې زړه یې وو.
دې ټولو ته په کتو پدې کې هېڅ د شک ځای نه ګڼل کېږي چې دا ځل به هم د “نړیوال مرستندویه ماموریت” تر پوښښ لاندې د اسلام او افغانستان قسم خوړليو دښمنانو د پردې شا ته د منحرف عیسیویت دین ته د بې وزلو او جګړه ځپلیو افغانانو د اړولو هڅې روانې کړې وې او د “مرستې” تر خواږه پوښښ لاندې به خوارو او جګړه ځپلیو افغانانو ته د زهرو ورکولو هڅه کوي.
اوس نو دې ټولو ته په پاملرنې سره په کار ده چې نه یوازې د دې پېښې او دې مؤسسې کره او بې پرې څېړنه وشي، بلکې چارواکي پدې اړه باید پوره پاملرنه وکړي چې نور دا ډول بنسټونه او سازمانونه هم د افغانانو له فقر او جګړه ځپلي حالت څخه د خپلو شومو موخو لپاره ناوړه ګټه وانخلي. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=61550054700162