معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کډوالو وزیر د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اسیایي مسوول سره لیدلي

د کډوالو وزیر د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ اسیایي مسوول سره لیدلي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د آسیا پاسفیک سیمه‌ ییز دفتر مشر ایندریکا راتوتي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر سره لیدنه ترسره کړې ده.
د خبر پر بنسټ، په دې لیدنه کې پاکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو او د داخلي بې‌ځایه شویو پر ستونزو خبرې شوي او دوی ته د اسانتیاوو برابرولو په اړه سلا مشورې ترسره شوي دي.
د دغه دفتر مشر ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به پاکستان ته سفر وکړي او د دې هېواد له چارواکو سره به د کډوالو د اسنادو په تمدید او بې اسنادو کډوالو ته د اسنادو په ورکولو خبرې وکړي.
دې وروستیو کې پاکستاني حکومت له لوري یو وار بیا د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ چټکه شوې ده، چې په ترڅ کې یې سلګونه افغانان نیول شوي او ځورول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس