معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اتریش کې د افغانستان د کونسلي خدمتونو د پيل په اړه خبرې شوي

اتریش کې د افغانستان د کونسلي خدمتونو د پيل په اړه خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اتریش هېواد د آزادۍ ګوند مخکښو غړو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې سرپرست وزیر د نورو موضوعاتو ترڅنګ په ویانا کې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د کونسلي خدمتونو او نورو اسانتیانو د رامنځته کولو په تړاو خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې د اتریش د آزادۍ ګوند غړو په دغه کتنه کې د افغانستان وضعیت تر هغه ډېر ښه بللی، چې مخکې له راتګ څخه يې له رسنيو څخه اورېدلي وو.
د اتريش د آزادۍ ګوند غړو په ټینګار سره ویلي او ژمنه یې کړې، چې دوی به د افغانستان د اوسني وضعیت ریښتنی انځور له ځان سره اروپا ته نقلوي او هلته به یې له خپلو چارواکو، ولسونو او د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو سره شریکوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس