معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوړو زده کړو وزیر ځينو هېوادونو ته د تللو استادانو راوستو لپاره پلاوي لېږلي

لوړو زده کړو وزیر ځينو هېوادونو ته د تللو استادانو راوستو لپاره پلاوي لېږلي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي، ځینو هېوادونو ته یې پلاوي استولي چې د پوهنتون استادان بېرته هېواد ته راوبلي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه خبرې د بلخ پوهنتون له استادانو او محصلینو سره په غونډه کې کړي او زياته کړې يې ده، سلګونه میلیونه افغانۍ د ښوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره ځانګړې شوي دي.
نوموړی وايي، له هېواده تللي ځینې استادان تکړه دي، نو دوی غواړي چې هغوی بېرته هېواد ته راستانه شي.
د لوړو زده کړو وزارت یو کال وړاندې هم بهر ته له تللو استادانو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه شي، ځکه د راپورونو له مخې لږ تر لږه په کابل پوهنتون کې ځینې داسې څانګې شته چې له نیمايي ډېر ښوونکي یې له افغانستانه وتلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس