معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې افغان سفارت UNHCR باندې نیوکه کړې، چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه نه کوي

پاکستان کې افغان سفارت UNHCR باندې نیوکه کړې، چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه نه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان کې افغان سفارت د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR باندې نیوکه کړې، چې د کډوالو ستونزو ته په سمه توګه رسېدنه نه کوي.
د بي بي سي په حواله چې پاکستان کې افغان سفیر سردار احمد شکېب ورسره غږېدلی، ویل شوي چې UNHCR او دې ته ورته نورې ادارې چې د کډوالو په چارو کې کار کوي، نه يوازې دا چې افغان مسوولین د خپلو فعاليتونو او لګښتونو په اړه نه خبروي، بلکې د شته ستونزو په اړه چې افغان چارواکي ورسره اړيکه نيسي، هېڅ ځواب او همغږي نه کوي.
د سفیر په خبره دغه همکارو ادارو تر اوسه افغان مسوولینو سره رسمي تماس نه دی نیولی.
تېره ورځ ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر څه باندې ۳ نیم میلیونو ته رسېدلی دی، چې څه باندې اووه نیم لکه یې نا راجستر شوي کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس