د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه غونډه کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته ترسره شی.
په دې ناسته کې به په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ سرپرست نصیر احمد فایق، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتونبایوا، د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې د دفتر رییسه سیما بحوث او د مدنی ټولنې یو فعال ګډون وکړی.
ویل کیږی په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقوقو، زده کړو او کار باندې بحثونه وشی. دغه راز به د دې غونډې د غړو هېوادونو البانیا، برازیل، ایکواډور، فرانسې، ګابون، جاپان، مالټا، سویس، متحده عربی امارات، بریتانیا او امریکا به یوه لاسلیک شوې ګډه اعلامیه هم خپروی.
ــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.