معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د روان کال بودیجه کې پراختیایي برخې ته ډېر پام شوی

د روان کال بودیجه کې پراختیایي برخې ته ډېر پام شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغان حکومت ویلي، چې د وزارتونو او ولایتونو لپاره د روان ۱۴۰۲ل کال ټاکل شوې بودیجه د وېشلو په حال کې ده.
د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، د روان لمریز کال په پراختیايي بودیجه کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی راغلی او دغه بودیجې ډېره برخه به په بنسټیزو پروژو ولګول شي.
اقتصاد وزارت هم ټینګار کوي چې سږ کال کومې پروژې پلې کېدوونکي دي، هغه به په لنډه موده کې افغانستان پر ځان بسیاینې لور ته بوځي.
مسوولین بیا وايي، ټولې پراختیايي پروژې دننه په هېواد کې له کورنیو عوایدو او کانونو له لارې تمویلیږي.
په دې وروستیو کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د ۶ میلیارده افغانیو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې د ۲۵ پروژو له عملي کېدو خبر ورکړی او اوسمهال د قوش تېپې کانال، سالنګ لویې لارې، کابل- کندهار لارې او لسګونو نورو پروژو سربېره، د اوبو مدیریت، روغتیا او کرنې په برخو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر لویو پروژو کار روان دی.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس