معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / لغمان کې د میاشتې څه کم یو لک او ۱۰ زره افغانۍ د ترانسپورټ له عواید حېف – میل کیږي:

لغمان کې د میاشتې څه کم یو لک او ۱۰ زره افغانۍ د ترانسپورټ له عواید حېف – میل کیږي:

لغمان کې د میاشتې څه کم یو لک او ۱۰ زره افغانۍ د ترانسپورټ له عواید حېف – میل کیږي:
راپور: نجیب الله ثاقب / لغمان
کم وخت کیږي چې لغمان ولایت د اداري واحدونو په درجه بندۍ کې له درېیمې څخه دوهمې درجې ته ارتقاء کړې ده. ټرانزیټي عواید یې د ځینو نورو ولایاتو په نسبت په نشت حساب دي. له همدې امله یې د صنعت برخه هم خورا ډېره کمزورې ده، همدا درې عوامل دي چې اکثریت خلکو یې بزګرۍ ته مخه کړې.
که څه هم د لغمان ولایت جغرافیه په لوړو غرونو پوښلې او د اوبو د ناسم مدیریت له امله ډېره اندازه ځمکه یې وچو ډاګونو نیولې ده، خو د کابل سیندیزې حوزې دوه مرستیالان(علینګار او علیشنګ سیند) او د کابل سیند له همدې ولایت څخه تېریږي، چې د دغه ولایت یوه اندازه ځمکه خړوبوي او د لغمان اکثریت خلک په کې کښت کوي، چې مهم پیداوار یې غنم، وریجې، جوار، پیاز، بادرنګ، ګولپیان، کچالو، کرم، کدو، ګندنه، بینډۍ او پنبه دي.
پورته ستونزو ته په کتو، لغمان ته د سوداګرو او پانګوالو پام نشته او نه هم ولایتي اداره په دې توانېدلې، چې دغه ولایت کې د سبزۍ د خرڅلاو لپاره کافي معیاري مارکېټونه او سړخونې جوړې کړي، دې ستونزې لغماني بزګران اړویستي، چې خپل مالونه د کابل او ننګرهار مارکېټونو ته ورسوي.
بزګران د حکومت د نه پاملرنې ترڅنګ له موټر چلوونکو سر ټکوي. بزګران وایي، موټروالا یې له خوږې ګوتې نیسې، د مالونو د لېږد په بدل کې ترېنه ډېره کرایه غواړي، خو موټر چلوونکي بیا وایي، حکومت ترې د لارې په اوږدو کې په یوه او بل نوم غیرقانوني پیسې اخلي، چې ډېره برخه پیسې ترې د لغمان ترانسپورټ اخلي، ګهیځ همدا موضوع پلټلې ده.
د ګهیځ خبریال د یادې موضوع په تړاو د لغمان مرکز “ده زیارت” قریې ته ولاړ. هلته عبدالخالق په شخصي لګښت د کور ترڅنګ د غره په یوه ډډه کې ګلخانه جوړه کړې، چې لاهم د بادرنګو بوټي په کې شنه ښکاري. عبدالخالق وایي، دلته یې تر ۸ لکه افغانیو پورې مصرف کړی دی، خو لغمان کې د مارکېټ نشتون او بیا تر کابله د بادرنګو وړلو ورته سردردي جوړه کړې ده. دی وایي، دومره ډېر مصرف او دروند کار ته په کتو ورته کمه ګټه په لاس ورځي.
عبدالخالق ګهیځ ته وویل:
((وروره دلته مې ډېرې پیسې لګولي دي. اته لکه روپۍ خرچه مې کړې ده، له سهاره تر ماښامه په کې لګیا یم کار کوم. کار یې سخت ده، خو دومره ګټه په لاس نه راځي؛ ځکه تر کابله پورې ډېره کرایه ورکوو))
حشمت الله د لغمان مرکز “میابانډه” کې ژوند کوي، حشمت الله لیسانس دی، خو د بېکارۍ له امله یې په خپل پټي کې بېنډۍ کرلي دي. حشمت الله وایي، موږ پنځه وروڼه او یو پلار سر و کال په خپلو پټیو کې کار کوو، خو بیا هم د کور لومړني توکي په قرض اخلو.
حشمت الله ګهيځ سره په مرکه کې وویل:
((په بزګرۍ ګزاره نه کیږي. موږ مجبور یؤ چې خپل محصولات په لوړه کرایه نورو ولایتونو ته ولېږدوو. پایله بیا همدا شي چې زحمت زموږ او نتیجه د بل جېب ته ورشي. دا چې موږ تل د خلکو قرضداره یؤ، وجه یې همدا ده چې سخت کار موږ کوو، خو پیسې د ډریورانو او کابلي سوداګرو جېبونو ته ورځي.))
مېرزاګل د علیشنګ ولسوالۍ اړوند “بارکزیو” کلي کې په کښت اخته دی.
مېرزاګل وایي د دومره امنیتي ستونزو او ملاماتوونکي کار سره – سره بیا هم د حکومت د ناغیړۍ له امله خپل مالونه د لوړې کرایې په بدل کې کابل او ننګرهار ته لېږدوي.
مېرزاګل ګهیځ ته داسې وویل:
((دلته خو خپله وینې چې روزانه ډزې وي. جنګ وي. خو بیا هم مونږ خپل کار کوو. د دهقانۍ کار ډېر سخت دی.کله چې پیاز وباسم، بیایي کابل ته وړم، چې د یو من پر سر راڅخه شل افغانۍ کرایه اخلي.))
مېرزاګل وایي، حکومت د زراعت برخې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې. مېرزاګل زیاتوي:
((ای وروره! حکومت موږ لپاره هېڅ نه دي کړي، بیخي دې څه نه کوي، خو د ترانسپورټ په نوم دې خلک نه په عذابوي، ډېرې پیسې دې نه اخلي. د ترانسپورټیشن په نوم یې بزګر بې تېغه حلال کړل.))
فتح محمد، حاجي عبدالولي، امید، شاهین شاه او نعمت الله هغه بزګران دي چې د لوړې کرایې له امله له موټروانانو څخه خوښ نه دي، دوی وایي، یا دې موټر چلوونکي کرایه کمه کړي او یا دې حکومت ورته کافي معیاري مارکېټونه او سړې خونې جوړې کړي.
له ګهیځ سره یو شمېر هغه موټر چلوونکي غږېدلي، چې د لارې په اوږدو کې ترې د سبزیو د لېږد پرمهال د ټرانسپورټ په ګډون ځینې غیر قانوني اخاذې کوي.
خالد د همدغو موټر چلوونکو له ډلې دی.
نوموړی وايي:
((د سرخکانو سیمې ترانسپورټ موږ څخه له ۸۰ نیولې تر سل افغانیو پورې پیسې اخلي. ډېری وخت د ترانسپورټ مامورین پارچه نه ورکوي، خو له موږ څخه پیسې واخلي.))
جوهر سراچه موټر لري زیات وخت د خپل ورور د ګلخانې بادرنګ کابل یا ننګرهار ته وړي. دی ګهیځ ته وايي، ډېر په کش و ګیر کې ۴۰ روپۍ واخلي کنه ۵۰ روپۍ د دوی قلنګ دی.
جوهر وایي:
((د خپل ورور د ګلخانې بادرنګ مې بار کړي وو، له ډېر کشمکش وروسته مې ۴۰ روپۍ ورکړې، دوی چېرته ۴۰ روپۍ اخلي؟ حتماً ۵۰ روپۍ رانه اخلي، کله له سره پارچه نه راکوي. موږ هم وارخطا یو دومره پسې نه ګرځو.))
علي اغا، علي عمر، خیال محمد او احمدشاه هم هغه ډرېوران دي چې له ترانسپورټ څخه راضي نه دي. دوی وايي قانوني باید له یو موټر څخه څومره ترانسپورټ واخېستل شي او د پورته ستونزو په هکله تر دې دمه ولې څه نه دي شوي؟ په اړه مو مسوولین پوښتلي.
د لغمان ولایت د ترانسپورټ له عمومي مدیر انجینر مجیب الرحمان اتل په دې اړه وايي:
((د لغمان ترانسپورټ عمومي مدیریت ته د ورځې له ۴زرو نیولې تر ۵ زره افغانیو پورې عواید راځي. دغه راز په منځني ډول ۶۵ مسافربري موټرې(له کومو چې یاد مدیریت ته عواید راځي) د ورځې له لغمان څخه بهر کیږي. د اتل په خبره د یوې سراچې یا هم مارسډیز ډوله موټر څخه ۱۸ یا هم ۲۰ افغانۍ زموږ قانوني حق دی، چې ۱۰ افغانې د همدې کاغذ قیمت او ۱۰ افغانۍ ترې کمېشن اخلو.))
نوموړی وړاندې وايي:
((پخوا زموږ عواید زیات وو، خو د مالیې وزارت د لویو باربري لاریو عواید زموږ څخه واخېستل. اوس په يوه ورځ کې ۴ يا ۵ زره عواید لرو، دوه ځایه زموږ مامورین موټرونه کمېشن کوي، د مرکز، علینګار، علیشنګ، دولت شاه او بادپښ موټر په تیرګړیو کې او د قرغیو ولسوالۍ موټر په سرخکانو کې کمېشن کیږي.
موږ د في سراچې او مارسډیز موټر څخه له ۱۸ تر ۲۰ افغانیو روپۍ اخلو، چې ۱۰ افغانۍ د همدغې ورقې قیمت دی او ۱۰ روپۍ ترې کمېشن اخلو.))
اتل د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې تاسو له موټر چلوونکو څخه له قانوني پیسو زیاتې اخلئ؟
ګهیځ ته یې په ځواب کې وویل:
(( دا لغمان دی. خلک هر رقم خبرې کوي، ابله ورځ معاونې صیبې(د ولایت د ښځو چارو اجتماعي معاونه برېښنا صافۍ) هم د همدې موضوع لپاره غوښتی وم. ما ورته وویل، هغه خلک دا خبرې کوي کوم چې راته تمه لري او زه څه ورنه کړم، بیا دغسې تهمتونه راپسې تړي، خو ډاډه اوسئ، ما دا شیان ډېر کنټرول کړي دي. هېڅوک نشي کولی چې زیاتې پیسې واخلي. که ماته په دې مورد چا ثبوت راوړ، زه به خپل مامور سره جدي چلند وکړم او د قانون منګولو ته به یې وسپارم.))
د نوموړي په خبره دوی د ورځې له ۶۵ موټرونو څخه ۲۰ روپۍ عواید اخلي، چې د یوې ورځې جمله ۱۳ سوه افغانۍ او د یوې میاشتې ۳۹ زره افغانۍ کیږي. حال دا چې اتل د یوې ورځې عواید له ۴ زرو څخه تر ۵ زرو افغانیو پورې ښودلي و، چې که د یوې میاشتې ۴ زره ۵ سوه حساب کړو، نو ۱ لک ۳۵ زره افغانۍ کیږي.
بل لور که د موټر چلوونکو په خولې حساب وشي، هغه چې ترانسپورټ کې، له ۵۰ څخه تر سلو افغانیو له یو موټر څخه اخېستل کیږي او د پنځوس او سلو له منځه یې منځنی رقم یانې ۷۵ افغانۍ حساب شي، د یوې ورځې ۴ زره ۸ سوه ۷۵ افغانۍ کیږي او د میاشتې ۱ لک ۴۶ زره ۲۵۰ افغانۍ کیږي؛ یعنې د اتل له محاسبې ۱ لک ۷۲۵۰ افغانۍ اضافه کیږي، خو اتل یې په بدل کې وایي چې خلک دې په دې اړه ثبوت راوړي، څو له مامور سره قانوني چلند وشي.
د تېرګړیو او سرخکانو د ترانسپورټ ماموران له پولیسو څخه یوازې په ۲۰ الی ۳۰ متره واټن کې دغه چاره ترسره کوي. آیا پولیس یې نه ویني؟ آیا پولیسو په دې تړاو تراوسه څه کړي دي؟ ولې په مفسدینو قانون نه تطبیقوي؟ په همدې تړاو د لغمان د امنیه قوماندانۍ ویاند شفیع افغانیار ګهیځ ته داسې وویل:
(( د ملي پولیسو دنده د عامه نظم ترڅنګ فساد سره مبارزه د کاري لمړیتوبونو څخه ده. پولیس د قانون له مخې په ټولو ملکي ادارو کار کوي، څو د فساد مخنیوی وکړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري، د ترانسپورټ مامورین د لغمان په لارو کې له موټر چلوونکو څخه پیسې راټولوي او د دولت خزانې ته یې سپاري، د غیر قانوني پیسو اخېستلو په صورت کې به زموږ د کشفي ارګانونو لخوا ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي، په دې اړه زموږ کشفي ارګانونه په جدي توګه کار کوي، موټر چلونکي دې ډاډه اوسي.))
افغانیار وایي چې تازه ورته په دې اړه کوم شکایت نه دی رسېدلی او نه چا ورته مراجعه کړې ده چې دوی اقدام وکړي، خو تېر کال یې په دې تړاو درې تنه د ترانسپورټ مامورین نیولی وو، چې د ثبوتونو د نه شتون په سبب یې بېرته خوشې کړل.
د فساد شتون په اړه دغه مسایل په داسې مهال مطرح کیږي، چې افغان حکومت فساد سره مبارزه د خپلو لومړیتوبونو څخه ګڼلې ده، خو د چارو د څارونکو په باور د حکومت دغه ادعا یواځې تر ژمنو او شعاره محدوده پاتې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس