معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستو په اړه کورني او نړیوالو غبرګونونو زور موندلی

له پاکستانه د افغان کډوالو د وېستو په اړه کورني او نړیوالو غبرګونونو زور موندلی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۵ مه نېټه):
وروسته له هغې چې پاکستاني حکومت په جبر او زور له یو میلیون څخه د ډېرو افغانانو د وېستو په اړه پرېکړه کړې، په کور دننه او بهر د پاکستاني حکومت د دغې دریځ په اړه غندنې او غبرګونونه دوام لري.
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، د دفاع چارسمبالی وزیر، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼ شمېر نورو افغانانو د پاکستاني حکومت دغه اقدام ناعادلانه، نامناسب او د ښه ګاونډیتوب د اصولو او ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.
د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان کډوالو پاکستان ته ګڼې اقتصادي او اجمتاعي ګټې رسولي دي.
تېره ورځ سلګونه کسانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د نیونې او په جبري توګه د وېستنې په غبرګون کې لاریونونه وکړل.
د بښنې نړیوال سازمان هم د پاکستان دغه چاره د نړیوالو اصولو خلاف بللی.
بل لور بیا د پاکستان حکومت ویلي، د افغانانو د وېستلو برخه کې په خپل دریځ ټینګ ولاړ دي.
افغانستان کې بیا د حکومت د امیر په حکم تورخم کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته یو پنډغالی ترتیب شو او مسوولینو ویلي، هڅه کوي څو ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس