کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي، چې تېره ورځ یې د ایران د اوسپنې پټلۍ له کنسرسیوم سره د خواف – هرات رېل پټلۍ د ګټې اخیستنې تړون لاسلیک کړ.
یادې ادارې پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې ایران به د هوکړې پر بنسټ له دې لارې په لومړي کال کې ۱۰۰ زره ټنه توکي لېږدوي او دا کچه به هر کال ۱۰۰ زره ټنه نوره هم زیاتوي.
د تړون لاسلیک په دغه غونډه کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر ویلي، چې د خواف – هرات څلورمې ټوټې لومړي فاز د جوړېدو چارې به هم راتلونکې اونۍ پیل شي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/