معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګري ملتونه وایي، د هرات زلزله ځپلو سره ۹ میلیونه ډالره مرسته شوې

ملګري ملتونه وایي، د هرات زلزله ځپلو سره ۹ میلیونه ډالره مرسته شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو ویلي، چې د یو شمېر هېوادونو له لوري له دوی سره د هرات زلزله ځپلو لپاره د شاوخوا ۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان شوې.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تر اوسه د آلمان له لوري پنځه میلیونه یورو، د سویس له لوري ۲.۵ میلیونه یورو، د اسټرلیا له لوري یو میلیون ډالر، د ایرلنډ له لوري ۵ میلیونه یورو او د جاپان له لوري یو میلیون ډالره مرسته اعلان شوې ده.
دا هغه مرسته ده چې د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري به وېشل کیږي.
ملګرو ملتونو دغه راز ویلي، چې د تېرو څو ورځو پرلپسې زلزلو له امله ۱۱۲ کلي ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۷ زره کسان ترې اغېزمن شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس