معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې د پنبې د پروسېس یوه بله کارخونه پرانیستل شوه

هلمند کې د پنبې د پروسېس یوه بله کارخونه پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې یوه کارخونه پرانیستل شوه.
د خبر پر بنسټ، یاده کارخونه په یو ساعت کې یو ټن پنبه تولیدوي.
د دې کارخونې مسوول ذبیح الله عادل رسنیو ته ویلي، دغه کارخونه یې د څلورو میاشتو په موده کې جوړه کړې، چې شاوخوا ۵۰ کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د هلمند د سوداګرۍ خونې غړی حاجي ګوهر رهنما هم وايي، چې په دغه ولایت کې صنعت د ودې په حال کې دی او ډېری کروندګرو پانګونې ته مخه کړې.
د هلمند اوسېدونکي په دغه ولایت کې د دې ډول فابریکو جوړېدل ګټور بولي او د لا ډېرېدو غوښتنه یې کوي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس