معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو پلخمري کې پر پرونۍ شوې چاودنې خواشیني ښودلې

ملګرو ملتونو پلخمري کې پر پرونۍ شوې چاودنې خواشیني ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما په پلخمري کې د پرونۍ چاودنې له امله پر وژل شویو کسانو خواشيني څرګنده کړې او ټپيانو ته یې د ښې درملنې هیله کړې.
په بغلان کې ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغه برید کې اووه تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل دي، خو فرانس پرېس خبري آژانس بیا ویلي، چې دغه برید کې ګڼ شعیه مذهبي وګړي مړه او ژوبل دي.
ځایي وګړو ویلي، چې د پلخمري په امام زمان جومات کې د دغې چاودنې پرمهال شاوخوا ۴ سوه کسان موجود وو او چاودنه هم د جومات په لومړي کتار کې شوې ده.
امنیتي سرچینو تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه کړی، خو ولایتي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې برید ښایي ځانمرګی وي.
رویټرز خبري آژانس ویلي، چې د یاد برید مسوولیت د داعـ.ـش خراسـ.ـان څانګې منلی دی.
امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې د برید په اړه یې هر اړخیزې پلټنې پیل کړې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس