معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې زور اخیستی

پاکستان کې د افغان کډوالو نیونې زور اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په پاکستان کې ځينو افغان کډوالو ویلي، چې د کډوالو د وېستلو لپاره د پاکستان د لنډمهالي حکومت له لوري د ټاکل شوي ضرب الاجل له نږدې سره هم مهاله، په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیولو هم زور اخیستی دی.
د افغان کډوالو په وینا، د کډوالو وضعیت له پخوا ډېر ستونزمن شوی دی.
په ورته مهال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت کونسل عبدالجبار تخاري ویلي، د پاکستاني نظامیانو له خوا د افغان کډوالو ځورونه لا هم دوام لري.
د نوموړي په وینا، تېره یوه میاشت کې تر ۱۲۰ زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه وتلي دي.
بلخوا د کډوالو د حقونو ځیني فعالان ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت باید په ګاونډیو او سیمه‌ ییزو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت د کونسل د شمېرو له مخې، اوس‌مهال څه باندې زر افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي او تر ۵۰۰ ډېر نور کډوال له بندخونو آزاد شوي دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس