د یوه مستند او خبری تصویر لپاره څه ډول سرلیک وټاکو؟

د یوه مستند او خبری تصویر لپاره څه ډول سرلیک وټاکو؟

د محمد صادق ودان ژباړه
د تصویر سرلیک یا هم په انګلیسی اصطلاح (Photo Caption) یا (Cutline) هغه یو څو کرښې دی چې د مستند یا خبری تصویر د بیانولو لپاره کارول کېږی. د سم سرلیک لیکل د ډېرو عکاسانو لپاره ستونزمن کار دی؛ نو له همدې کبله ویلی شو چې: په لوړه کچه، د ډېر ښه سرلیک ټاکل یو هنر دی، چې نه یوازې تصویر ته ارزښت وربخښی، بلکې دا کار د ګوتو په شمار فوټوگرافر ترسره کولای شی. لاندېنی مطلب د تصویر سرلیک لیکلو اهمیت، د لیکلو څرنګوالی او د ښه سرلیک لیکلو لارښوونې تشریح کوی.
په ځینو سرچینو کې، سرلیک (Caption) او (Cutline) دوه مختلفې اصطلاحګانې بلل شوې دی: سرلیک (Caption) ته د تصویر عنوان یا لنډ سرلیک او (Cutline) ته د تصویر بشپړه توضیح وایی.
د بیلګې په توګه: که چېری تاسو د یوه عکاس په توګه د ولسمشر او د هغه د مېلمنو تصویر اخیستل وغواړئ، نو په دې صورت کې له بهرنیو مېلمنو سره د ولسمشر د غونډې تصویر لاندې، لومړی د تصویر سرلیک (ولسمشر او مېلمانه) ولیکئ او بیا بشپړ توضیحات ورکړئ. مګر په ډېرو سرچینو کې، سرلیک د تصویر بشپړه توضیحی معنا لری.
د سرلیک (Caption) اهمیت:
یو ښه سرلیک کولی شی لیدونکی ته د هغه څه په اړه پراخه معلومات ورکړی، چې هغه په تصویر کې ګوری. دا لیدونکی دې ته هڅوی چې پلټنه وکړی او د تصویر د موضوع په اړه نور هم پوه شی.
په عمومی توګه لیدونکی لومړی تصویر ګوری؛ او بیا سرلیک لولی. که ښه سرلیک لیکل شوی وی، نو لیدونکی به بېرته تصویر ته راستون شی، ځکه لیدونکی هغه شیان زده کوی چې مخکې پرې نه پوهېدل. که سرلیک او تصویر بشپړ او په ښه توګه جوړ کړای شی، لیدونکی تصویر ته د خبر د سرلیک په توګه او سرلیک ته د بشپړې کیسې په توګه ګوری. په حقیقت کې، یو ښه سرلیک، لیدونکی ته اجازه ورکوی چې، لومړی تصویر وګوری، بیا سرلیک ولولی، تصویر یې بیا وګوری او سرلیک یې بیا ولولی.
سرلیک په حقیقت کې د انځور د کیسې بشپړونکی یا تکمیل کوونکی دی. سرلیک د غوره او ممکنې لارې څخه د کیسې بشپړولو لپاره فرصت رامنځته کوی. په لنډه توګه د کپشن د ارزښت په اړه ویلی شو چې: سرلیک د لیدونکو سره دومره مرسته کولای شی چې تصویر یې په یوازې توګه وړتیا نه لری.
د سرلیک (caption) لیکلو موخه:
د سرلیک له لیکلو څخه په لومړی سر کې لیدونکی ته د تصویر تشریح کول او توضیح کول دی. په لوړه کچه، د داسې وضاحت لیکل چې دقیق او په زړه پورې وی او دا ځکه چې د لیدونکی سره د سرلیک تړل اصلی ننګونه ده. په دوهم ګام کې له سرلیک لیکلو موخه د داسی سرلیک لیکل دی چې لیدونکی ته د معلوماتو پر ورکولو سربیره، د هغه د راجلبولو لپاره په زړه پورې او ژوندی وی.
د W5 او H1 قواعدو سره سرلیک لیکل:
د سرلیک د لیکلو لپاره لاندینیو پوښتنو ته ځواب ویل خورا اړین دی:
څوک (WHO): څوک یا په تصویر کې څوک دی؟ په تصویر کې د خلکو عمر، نوم او دنده باید ولیکل شی.
که اشخاص په یو ځانګړی سازمان پورې اړه ولری، د سازمان نوم او د هغوی دندې په سرلیک کې په ګوته کړئ.
د خلکو د نومونو املا باید په دقت لیکل شوې وی؛ او له هغوی څخه باید د اړتیا په صورت کې وپوښتل شی.
په تصویرونو کې باید تر ۵ تنو پورې د را نږدې کسانو نومونه ولیکئ.
د ډله ییز تصویرونو لپاره، تاسو د خلکو په اړه باید توضیح ورکړئ. د بیلګې په توګه: د فوټبال مینه وال.
څه (What): په تصویر کې څه پیښ شوی یا څه پېښېږی؟
مسأله په بشپړ ډول توضیح کړئ. دا انګیرنه هېره کړئ چې په خپله لیدونکی اټکل کولی شی. څه پېښ شوی دی یا هم پېښېږی.
کله (When): دا پېښه کله پېښه شوې؟ ورځ او نېټه وکاروئ. کال ذکر کړئ. د ورځې وخت معمولاً لازمی نه دی، مګر په هغه صورت کې چې د انځور کیسې لپاره مهم وی.
چېرې (Where): د تصویر پېښه چېرې رامنځ ته شوې؟ د ځای، ښار او ولایت نوم ولیکئ.
ولې (Why): د پېښې د علت د څرګندولو لپاره د اضافی معلوماتو راوړل. د مثال په توګه: یوازې دا مه وایاست چې یوه ډله خلک لاریون کوی، غوره ده چې ووایاست چې دوی ولې لاریون کوی.
څنګه (How): دا برخه کیدای شی د مقدار ښکارندویی وکړی، څومره = How Much (څومره قیمت، څومره زیان) یا څه شمېر (How many)، (د تلفاتو شمېر، د ګډونوالو شمېر) او داسې نور.
د ښه کپشن یا سرلیک لیکلو لپاره مهم ټکی:
• تل د سرلیک لیکلو پرمهال تصویر وګورئ. له خپلې حافظی څخه مو کار واخلئ. دا سادګی به په هر صورت د ډېرو ستونزو مخه ونیسی.
• هرڅومره چې تاسو معلومات ورکړئ، هغومره به ښه وی.
• په تصویر کې هغه توضیحات په ګوته کړئ، چې یو عادی لیدونکی ورته پاملرنه نه کوی.
• د سرلیک یا کپشن متن باید له املایی او انشایی تېروتنې پاک وی.
• تشریحات باید له تصویر سره سمون ولری. که تاسو د پنځو کسانو په اړه وغږیږئ، مګر په تصویر کې شپږ تنه وی، دا سرلیک سم نه دی.
• که امکان ولری، حتی په سرلیک کې د سړی خبرې ولیکئ.
• که مو د تصویر اخیستلو په برخه کې، یو غیر معمولی یا ځانګړی تخنیک کارولی وی؛ نو تاسو کولی شئ دا په سرلیک کې ذکر کړئ.
• په تصویر کې څرګند ټکی مه ذکر کوئ. د مثال په ډول: که چېرې تاسو د یو ناست سړی انځور اخیستی وی، نو لیدونکی په خپله دې موضوع ته ګوری چې دا شخص د قدم وهلو په حال کې دی که په څوکۍ ناست دی. د دې پرځای، هغه څه ووایاست چې لیدونکی پرې نه پوهېږی یا ورته پاملرنه نه کوی.
• بشپړې جملې وکاروئ. لکه دا ډول جمله چې ستاسو د مستند ارزښت نور هم زیاتوی: (د بهرنیو چارو وزیر د تهران په هوایی ډګر کې له سویس څخه راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه).
• د هغو انځورونو په اړه چې په یوه ټولګه کې دی، د هر سرلیک سره د ریسټ (بیا تنظیمول) بټن مه وهئ: که تاسو په لومړی تصویر کې د شخص بشپړ نوم یادوئ، نو بیا اړتیا نلرئ په نورو تصویرونو کې هم بشپړ نوم تکرار کړئ. په داسې قضیو کې، ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو له معلوماتی کڅوړې سره مخامخ یاست او دا چې سرلیکونه د دې کڅوړې سره سم چمتو شوی دی.
• یوازې حقایق په ګوته کړئ: د تصویر د سوژې په اړه خپلو احساساتو له بیانولو څخه ډډه وکړئ. د موضوع یا پېښې په اړه قضاوت مه کوئ. هغه څه ولیکئ چې تاسو پرې پوهېږئ. کیسې مه وایاست. که چېرې په یوه تصویر کې د فوټبال لوبغاړی خوله خلاصه وی، په سرلیک کې مه لیکئ چې د فوټبال لوبغاړی په بال لعنت وایی. دا هم په یاد ولرئ چې کیمره په سمدستی توګه شېبې نیسی او په دې شېبو کې د خلکو مزاج ضروری نه دی چې، ټول رښتینی وی. په دې ځانګړې شېبه کې، یو څوک ممکن خپه ښکاری، مګر په حقیقت کې داسی نه وی او وروسته یې مخ نورمال شی. په داسې قضیو کې، هم باید تاسو برلاسی واوسئ چې، داسې شېبی له واقعیت څخه لری دی؛ نو په سرلیک کې ولیکئ چې دا واقعی نه دی او یا هم تاسو یې په اړه معلومات نلرئ.
• په سرلیک کې له طنز څخه ډډه وکړئ.
• غوره دا ده چې د a/an/the، په څېر الفاظو سره سرلیک پیل نه کړئ.
• په تصویر کې د ترسره شوی عمل تشریح کولو لپاره له موجوده زمانې څخه کار واخلئ. کیسه داسې ولیکئ لکه چې همدا اوس پېښیږی. ځکه چې تصویر د وخت یوه شېبه وړاندې کوی چې ثبت شوې ده. ځینې ورځپاڼې یا آژانسونه د وخت لپاره ځانګړی معیار لری. د لومړۍ جملې لپاره له حال زمانې او نورو جملو ته له تېرو زمانو څخه کار واخلئ. منطق یې دا دی چې: لومړۍ جمله هغه څه بیانوی چې په تصویر کې پېښېږی او راتلونکې جملې د پېښې او حالت شالید ته اشاره کوی. د مثال په توګه: که چېرې د سګریټ څکولو له کبله یوه کورنۍ زیانمنه شوی وی؛ نو په دې صورت کې تاسو کولای شئ دا غمجن حالت د یو انځور په مرسته په لاندینیو جملو کې په دې ډول تشریح کړئ: (یو اور وژونکی انسان چې احمد نومېږی، درې کلن ماشوم (مینا احمدی) په غیږ کې نیولې، چې هغه یې د کور له اور څخه وژغورله. د مینا پلار(سعید) او مور(فاطمه احمدی) د سګرټ څکولو له امله په اورلګېدنه کې مړه شوی).
• لیدونکی ته هغه معلومات ورکړئ چې دوی یې د تصویر په لیدو سره نشی ترلاسه کولی.
• غوره دا ده چې سرلیک د نومونو په متن پیل نه کړئ.
• په سرلیک لیکلو کې، له جزء څخه د کل خواته یا له کل څخه د جزء خواته لاړشئ.
• کله چې تاسو غواړئ د یوې ډلې غړی معرفی کړئ. د دې پرځای چې د کیڼ څخه ښی خواته کلمه وکاروئ؛ نو یوازې له کیڼ خوا … د کلمې کارول بسنه کوی.
• «پورته» (Above) یا «په دې تصویر کې ګورئ» (Pictured here) د دی ډول ټکو یادونه اړینه نه ده
• که د تصویر د نوم لپاره د خلکو نومونه مهم وی؛ نو نومونه یې ولیکئ.
• سرلیک لیکلو ته د اضافی کار په سترګه مه ګورئ. بلکې دا د تصویر لپاره د لا ډېر ارزښت په توګه په پام کې ونیسئ. په خپله د تصویر په څېر، د کپشن لیکل هم اړین بلل کېږی. د تصویر په توګه سرلیک ته ډېره پاملرنه وکړئ او د کیفیت له پلوه یې وګورئ.
وروستۍ سپارښتنه:
هڅه وکړئ چې د انځور کیسه، د سرلیک سره وړاندې کړئ. په تصویر کې پر ویناوو تمرکز وکړئ او بیا ورته د خپلو جملو سره تړاو ورکړئ. هڅه وکړئ د تصویر ټوټې د سرلیک سره وتړئ او تصویر د فلم د ایډیټر په توګه، په یوه په زړه پورې کیسه باندې بدله کړئ.
یو ښه سرلیک باید د دې وړتیا ولری چې لیدونکی ته معلومات ورکړی، حیران یې کړی، خوښ یې کړی او هغه وهڅوی چې تصویر ته په دقت سره وګوری.
په پای کې، ځینې تصویرونه او سرلیکونه چې په فارسی ژبه دی، د لا زیاتو معلوماتو لپاره یې په پښتو ژبه وګورئ.
څو بېلګې یی دلته کتلای شئ؛
یادونه: د لاندینیو انځورونو سرلیکونه مې مفهومی او انځور ته په کتو ژباړلی دی، کیدای شی، له انګلسی سره ډېر اړخ ونه لګوی.

People wait in a queue to cast their votes at a polling station in Jaunpur, in the northern Indian state of Uttar Pradesh, India, Monday, May 12, 2014
د دوشنبې په ورځ، د ۲۰۱۴ می په ۱۲ مه نېټه، د هند اترپردیش ایالت په شمالی برخه کې د جان پور اوسېدونکی د په ټول ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره پر لیکه انتظارباسی

A woman cries as she takes part in a procession of Wold War II veterans and their relatives during Victory Day celebrations in the Crimean port of Sevastopol on May 9. Crimea’s largely Russian-speaking residents voted in March to become part of Russia
یوې ښځې د سیواستوپول(Sevastopol) په کریمیا سمېه کې د ویکټری ډی (Victory Day) یا د بریالیتوب د ورځې په لمانځغونډه کې د ۲۰۱۴ میلادې کال، د مۍ د میاشتی په ۹ نېټه، دویم نړیوال جنګ د رضاکارانو په یاد لاریون کې برخه اخېستې ده. دروسی پلوه کریمیا اوسېدونکو، د مارچ د میاشتی د ریفرنډم (نظر پوښتنی) پرمهال دروسیې د ګډون لپاره رایه ورکړه.

د هرات ولایت مقام پر وړاندې د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت «موږ په مورنۍ ژبې زده کړې غواړو» او «له ښوونځی څخه د مورنۍ ژبې ایستل، د ماشوم ایستل دی» په شعارونو سولییز لاریون وکړ. پای

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.